په هېواد کې تر دا مهاله څه باندې ۱۵ میلیونه الکترونیکي تذکرې وېشل شوې
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې وياند محمد حلیم رافع پوليس راډیو ته وویل؛ د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ له پیله تر اوسه ۱۵ میلیونه او څه باندې ۱۸ زرو کسانو ته الکترونیکي تذکرې وېشل شوي، چې ۹ میلیونه او ۶۷ زره یې نارینه او ۵ میلیونه او ۹۵۲ زره یې ښځینه دي.