slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ  سرنګوړ کلي کې د کور دننه اور لګېدنه رامنځته شوه، چې د اطفایې مدیریت اړوند د ډنډ پټان د اطفایې امریت منسوبینو او د څمکنیو امنیتي ځواکونو پر خپل وخت  اور مهار کړ. د چارواکو په وینا، دا اور د کور  غړو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوی و چې شاوخوا پنځه لکه افغانۍ مالي زیان یې اړولی، خو د اطفایې  پرسونل پر وخت اقدام د کور د نورو وسایلو له سوځېدو مخه ونیوله.

ورته مهال، د خوست ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند د عسکري کلب په سیمه کې یو کرولا موټر د برېښنايي وایرینګ  ستونزې له امله اور واخیست. د خوست امنیه قومندانۍ د اطفایې منسوبینو په چټک غبرګون د اور خپرېدو او د موټر بشپړ سوځېدو مخه ونیوله.

د دواړو پېښو په پایله کې شاوخوا ۲۰ زره افغانۍ مالي زیان رامنځته شوی او د نږدې ۱۲۰ زره افغانیو د زیان مخه نیول شوې ده. د چارواکو په وینا، په یادو اورلګېدنو کې ځاني تلفات نه دي رامنځته شوي.