دوکتور محمدنعیم: افغانستان د هرې ستونزې د حل لپاره خبرو او تفاهم ته لومړیتوب ورکوي.
د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال دوکتور محمدنعیم د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستيال دوکتور مهدي سبحاني سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، په ایران کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدماتو په ښهوالي او ګڼو برخو کې د لا ښه پرمختګ په حل لارو خبرې شوې دي. دوکتور محمدنعیم ویلي، چې اسلامي امارت له ګاونډیانو سره د متوازن او متقابلو اړیکو پر پیاوړتیا باور لري. نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د هرې ستونزې د حل لپاره خبرو او تفاهم ته لومړیتوب ورکوي.
ډاکتر مهدي سبحاني د افغانستان له ملي حاکمیت سره د ایران د درناوي څرګندونه کړې او ټینګار یې کړی، چې هېواد یې د دوهاړخیزو همکاریو پراختیا او د سیمې د سولې او ثبات ملاتړی دی. دغهراز په پای کې دواړو لوریو د همکاریو پر لاپراختیا او د اړیکو پر دوام ټينګار کړی دی.


