د روغو جوړو پر دوام؛خوست کې اتلس کلنه دوښمني حل شوه
د خوست ولایت ا.ق وياند طاحر احرار وايي؛ددې ولايت اړوند د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د ورزې په سیمه کې د ا.ق حافظ عبدالرشید عمري په مشرۍ،د ځایي علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، د حاجي قمرشاه او بسم الله شاه کورنیو ترمنځ اتلس کلنه مرګونې دوښمنۍ حل او د دواړو لوريو په رضايت سره په دوستۍ بدله شوه.