slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې ته د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې ماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ یې د ۲-۰ وګټله.
د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې اعلان شوې وه او پاتې دوې لوبې افغانستان وګټلې.
لومړی توپوهنه زمبابوې لوبډلې وکړه، چې په ۲۸.۱ اورونو کې یې د ۱۲۷ منډو په کولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او افغان لوبډلې ته یې ۱۲۸ منډې هدف ورکړ.
په ځواب کې یې افغان لوبډلې دغه هدف د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبلړۍ یې وګټله.
له دې وړاندې افغان لوبډلې له زمبابوې څخه د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم ۲ـ۱ ګټلې وه.