slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په مالي همکارۍ او د یاد ولایت د بوکس فدراسیون له لوري د شلو ورزشکارانو ترمنځ د بوکس دوستانه سیالۍ د استاد غلام علي ټکر ساپي په ورزشي کلب کې ترسره شوې. په یادو سیالیو کې د بدني روزنې او ورزش آمريت د ولسوالیو ورزشي مدير جاويد احمد مومند، د بوکس لوبې مینوالو او عامو خلکو د لوبغاړو د تشویق او هڅونې په موخه ګډون کړی و. د یادونې ده، چې په دې سیالیو کې شلو ورزشکارانو په زړه پورې او تخنیکي لوبې وکړې او په پای کې هغو لوبغاړو ته، چې خپل سیالان یې مات کړل، د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.