slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کابل ښاروالۍ له لوري د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته د څلورمې او پنځلسمې ناحیې اړوند له شهید هنګرها څلورلارې څخه د تایمني پروژې د پنځم سړک تر څلورلارې پورې د سلطان محمود غزنوي سړک د دوو فرعي لیکو د قیر کولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات وايي چې د ۱۸۴۵ مترو په اوږدوالي او د ۱۶،۵ مترو په سور سره د یاد سړک د دوو فرعي لیکو قیر چارې به ډېر ژر بشپړې شي. نوموړي زیاته کړه د لښتيو، پلو لارو او ګلدانونو جوړول هم د سړک په سور کې شامل دي چې په جوړېدو سره به یې د سلطان محمود غزنوي سړک ترافیکي بهیر ووېشل شي او ورسره جوخت به د ښاریانو ترانسپورټي ستونزې هوارې شي.