هلمند کې د دوو کورنيو تر منځ خونړۍ خپلمنځي دوښمني حل شوه
د هلمند ولايت وياند مولوي محمد قاسم رياض وايي، چې ددې ولايت د مارجې ولسوالۍ د ولسوال،ا.قومندان او د يادې ولسوالۍ د ځينو نورو امارتي مسؤلانو،علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړيتوب د ۲ کورنيو ترمنځ د ځمکې د ويش پر سر رامنځته شوې، هغه دوه کلنه دوښمني حل شوې چې پکې ۲ تنه وژل شوي وو.
ښاغلی رياض وايي چې پرېکړه د دواړو کورنيو په رضایت سره حل او د وژل شوو کسانو کورنيو ته ۳۳ لکه افغانۍ د مالي جبران په توګه د مقابلې کورنۍ له لوري ورکړل شوې.