slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هلمند امنيه قوماندانۍ اړوند مخابرې مديريت مسلکي پرسونل له لوري د نوزاد، واشېر، کجکي، موسیٰ قلعه او سنګین ولسواليو مکمل مخابروي سيسټم فعاله او د امنيه قوماندانۍ مخابروي سيسټم سره وصل شو.

که څه هم مخکي په یادو ولسوالیو کي د مخابروي سيسټم اساسي جوړښت موجود و خو د ځینو تخنیکي ستونزو له امله‌ یې فعالیت نیمګړی وو چي اوس د یادو ستونزو تر حل وروسته په ټولو ساحو او د امنيتي اوطاقو تر منځ پوره ارتباط جوړ سوی او د مرکزي مخابروي سيسټم سره وصل شوه.

د مخابروي سيسټم په معياري ډول سره وصل کول او د مجاهدينو تر منځ قوي ارتباط جوړول به په سيمه کي د شته مشکلاتو په حل او د خاصو عملياتو په جريان کي مهم رول ولري.

د يادوني وړه ده چي د هلمند ولايت اتلسو ولسوالیو تر څنګ د لښکرګاه ښار په ټولو مرکزي حوزو او اړونده ساحو کي عصري مخابروي سیسټم فعاله او د امنيه قوماندانۍ د مرکزي سيسټم سره په مکمل ډول وصل دی.