slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پاکستان او سعودي عربستان هېوادونو مشرانو پرون چهارشنبه پر یوه ګډ ستراتېژیک تړون سره سلا شوي دي.

د دواړو لوریو ترمنځ دا ستراتېژیک متقابل تړون پرون په داسې مهال لاسلیک شو چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سعودي ته په یوه رسمي سفر تللی و. د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس WAS راپور ورکړی چې دا تړون د دواړو هېوادونو د تاریخي ملګرتیا، ورورګلوۍ اړیکو او اسلامي یووالي، او ګډو ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ ولاړ دی.

د دې تړون له مخې به دواړه هېوادونه د یوه بل نظامي همکاران وي او د یوه بل پر وړاندې هر ډول برید ته به په ګډه ځواب وايي. د دې اصلي هدف د دفاعي همکارۍ د ابعادو پراخول، د هر ډول ګواښ په وړاندې د ګډې دفاع پیاوړتیا، او په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات ملاتړ کول دي.

د الجزیرې خبري شبکې د سعودي چارواکو په حواله ټینګار کړی چې دا تړون د ریاض او اسلام آباد ترمنځ ژورې او اوږدمهاله دفاعي همکارۍ بنسټیز کوي او ټول پوځي وسایل پکې شامل دي، پرته له دې چې اټومي وسلې ذکر کړي، کوم چې پاکستان، د یوازیني مسلمان هیواد په توګه، اټومي وړتیاوې لري. همداراز یو جګپوړي سعودي چارواکي رویټرز ته ویلي چې دا یو جامع دفاعي تړون دی او د ځانګړو پیښو یا ځانګړو هیوادونو ته ځواب نه ورکوي، بلکې د اوږدمهاله همکارۍ پر بنسټ ولاړ دی.