slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هرات په حلقوي سړک کې د یوې ترافیکي پېښې له امله له پنځوسو ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د هرات امنیې قوماندانۍ د ترافیکي پېښو ټیم د لومړنیو معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي موټر د زیات سرعت او بې‌احتیاطۍ له امله له اصلي لارې ووت او له یوه مازدا ډوله موټر سره  ټکر شو.

امنیتي ځواکونه، روغتیايي کارکوونکي او د اوروژنې ټیمونه ژر د پېښې ځای ته ورسېدل او د وژل شویو او ټپیانو د لېږد بهیر یې روغتیايي مرکزونو ته پیل کړ.

مسوولین وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او نور جزییات به له څېړنو وروسته خپاره شي.