چین له شمالي کوریا سره د ستراتیژیکو اړیکو د پراخېدو ژمنه کړې.
د چین ولسمشر شي جېنپېنګ د شمالي کوریا د بنسټ اېښودو د ۷۷مې کلیزې په مناسبت خپل پیغام کې د دواړو هېوادونو پر نږدې اړیکو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې بیجینګ چمتو دی له پیونګیانګ سره ستراتیژیکې اړیکې او همکاري لا پیاوړې او پراخه کړي.
شي جېنپېنګ په دغه پیغام کې د چین او شمالي کوریا ترمنځ د اوږدې مودې دوستۍ او همکارۍ یادونه کړې ده. هغه ویلي، د دواړو هېوادونو نږدې اړیکې نه یوازې د دواړو ولسونو په ګټه دي، بلکې د سیمهییزې او نړیوالې سولې، ثبات او پرمختګ لپاره هم مهمې اغېزې لرلی شي.
ولسمشر شي زیاته کړې، چین غواړي له شمالي کوریا سره په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې اړیکې پراخې کړي او په ګډه د هغو ننګونو پر وړاندې کار وکړي چې سیمه ورسره مخ ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کلونو کې د چین او شمالي کوریا اړیکې بیا ځل نږدې شوي او دواړه هېوادونه هڅه کوي د خپلو ستراتیژیکو ګټو د خوندي کولو لپاره یو بل ته اوږه ورکړي.
سیاسي شنونکي باور لري چې د بیجینګ او پیونګیانګ د اړیکو پیاوړتیا کولی شي په سیمه کې د امریکا او د هغې د متحدانو د نفوذ پر وړاندې د دواړو هېوادونو د دریځونو د تقویت سبب شي.