کور او ښار جوړولو وزارت وايي چې د ګردېز ښار لپاره یې د یو تفصیلي پلان د طرحې پرېکړه کړې
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال، شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د ښاري نقشو د ځانګړي کمیسیون مشري وکړه، چې پکې د ګردېز ښار لپاره د یو واحد او جامع تفصیلي پلان د طرحې په اړه پرېکړه وشوه.
غونډه کې پرې ټینګار وشو چې د ګردېز لپاره باید داسې یو جامع تفصیلي پلان ترتیب شي چې د ښار ټولې برخې تر پوښښ لاندې راولي، د ښاري پرمختګ لپاره روښانه نقشه وړاندې کړي او د تخنیکي معیارونو مطابق وي. ګډونوالو د پلان د طرحې اړوند مسایلو، تخنیکي ارزونو او ممکنه بدلونونو په اړه هم مفصلې بحثونه وکړل.
همداراز په ناسته کې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د اصلاح شوي تفصیلي پلان ارزونه وشوه، چې پکې د موجودو ستونزو د حل او د پلان ترتیب ته د لازمي پاملرنې سپارښتنه وشوه. له دې سره د لوګر ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې د ودانۍ تفصیلي پلان هم له هر اړخیزې تخنیکي ارزونې لاندې ونیول شو.
په غونډه کې د ښارونو د غیر پلاني سیمو د پراخېدو، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي، لوړپوړو ودانیو د ځانګړو نقشو او د استوګنیزو ساحو څخه سوداګریزو سیمو ته د تعدیل غوښتنو موضوعات هم وڅېړل شول.
د ښاري چارو مرستیال، شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د معیاري پلانونو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ښارونو د متوازن پرمختګ لپاره باید ټولې طرحې د ماسټر پلانونو او تفصیلي نقشو له اصولو سره سمې تنظیم شي. نوموړي زیاته کړه چې تعدیلي غوښتنې دې د ښاري نقشو د ځانګړي کمیسیون له اصولو سره په مطابقت کې وڅېړل شي، تر څو د ښاري هوساینې او خدماتو پراختیا تضمین شي.