slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پکتیکا ولایت په سروضه ولسوالۍ کې هغه څلور عراده ټکټرونه د استخباراتو په همکارۍ د ځنګلونو د ساتنې او څارنې قطعې له خوا نیول شوي چې په غيري قانوني ډول يې لرګي لېږدول.

ياد ټکټرونه د سروضې ولسوالۍ له مارزکو کلي څخه بار شوي وو او غوښتل يې چې مرکز ښرنې ته يې لېږدول چې د لارې په اوږدو کې نيول شوي دي.
د ځنګلونو د ساتنې او څارنې قطعه هڅه کوي، ترڅو پکتیکا کې د ځنګلونو او لرګيو د قاچاقو مخه ونيسي.