ننګرهار ښاروالۍ روان کال ۴۰ پراختیايي پروژې عملي کوي.
ننګرهار ولايت کې د جلالاباد ښاروالۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق سعید ویلي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره یې د ښار په نهو ناحیو کې د ۶۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۰ لویې او وړې پروژې پلان کړي، چې عملي چارې به یې ژر پیل شي.
د جلالاباد د ښاروالۍ مرستیال زیاته کړې، چې دغه پروژې به د ښار د آبادۍ، ښاري خدمتونو او بنسټیزو اسانتیاوو د برابرولو په موخه له داخلي بودیجې تمویل شي.
د ده په وینا یادې پروژې به د جلال آباد په نهو ناحیو کې پلي شي، چې په کې د سړکونو، ویالو، پلونو، پلچکونو او نورو بیارغونیزو چارو ترسره کول شامل دي.
#پولیس_راډیو