د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر ریس او د غوښتنې د کموالي ريس د ملگرو ملتونو د روږدو کسانو د مشاور او د درملنې د برخې له مسولینو سره وکتل.
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر ریس مولوي حسیب الله احمدی، د غوښتنې د کموالي ریس الحاج مفتي عبدالحق مطیع او نورو مسؤلینو د ملګرو ملتونو د روږدو کسانو مشاور کنتااوکویی او د درملنې د برخې له مسؤلینو سره د غوښتنې د کموالي ریاست په دفتر کې وکتل.
په سر کې د دفتر ریس ښاغلي احمدی او د غوښتنې د کموالي ریس راغلو مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت ژمن دی، تر څو د روږدو کسانو پوره درملنه او ملاتړ وکړي او خپلو کورنیو ته یې سالم وسپاري.
وروسته د ملګرو ملتونو د روږدو کسانو د برخې مشاور کنتااوکویی اونورو مسؤلینو د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت لاسته راوړنې او فعالیتونه د ستایلو وړ وبلل او وویل چې زموږ موخه د روږدو کسانو درملنه، حمایه او له روږدیتوب څخه مخنیوی دی چې موږ به په یاده برخه کې ستاسو سره پوره همغږي او همکاری وکړو.
په پاى کې دواړو خواوو د ګډو هڅو ژمنه وکړه٠