slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

پنجشېر ولایت کې هغه زده‌کوونکي چې سږکال یې د کانکور ازموینه کې لوړې نمرې ترلاسه کړې، د والي ښاغلي الحاج حافظ محمد اغا حکیم له لوري په نغدي ډالیو وهڅول شول.

یادو زده‌کوونکو ته د ولایت مقام څخه د ستاینلیکونو ترڅنګ نغدي انعامونه ورکړل شول، چې دا د هغوی د لا زیاتو هڅو او زده‌کړو لپاره د قدردانۍ څرګندونه ده.

د پنجشېر د لوړو زده‌ کړو ریاست او د ځوانانو چارو امریت په وینا، سږکال د تیر کال په پرتله د کانکور له لارې د پوهنتونونو د داخلو زده‌کوونکو شمېر شاوخوا ۲۰ سلنه زیات شوی دی.

د ځوانانو چارو امر ټینګار وکړ چې د والي ښاغلي حافظ محمد اغا حکیم د ژمنیو کورسونو جوړول او لنډمهاله زده کړې د دې بریالیتوب لوی علت دی.

په دغې غونډه کې والي ښاغلي حافظ محمد اغا حکیم زده‌کوونکو ته لارښوونه وکړه چې د خپل وخت څخه اعظمي ګټه واخلي او په ټکنالوژۍ او تخنیکي برخو کې دې ځانونه ځواکمن کړي.

ښاغلي حافظ همدارنګه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د پوهنې او لوړو زده‌کړو په برخه کې ځانګړې پاملرنه یادونه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په پنجشېر کې د لنډمهاله زده‌کړو کورسونه به په دوامداره توګه پر مخ وړل کیږي.

ویل کېږي چې د ولایت رهبرۍ د هڅونې له مخې جوړ شوي لنډمهاله زده‌کړو کورسونه د زده‌کوونکو په کانکور کې د بریالیتوب لپاره مهم رول لوبولی دی.