slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پکتيا ولايت د پوليسو وياند منيب ځدران پوليس راډیو ته وویل: چې ددې قومندانۍ د پاسپورټ آمریت لخوا خلکو ته د خدمت او خپلو پېرودونکو ته د اړتياوو پر اساس، ١٠٩٢٤ جلده پاسپورټونه په انلاین او ١٦٤٢ نور په افلاین ډول د عاجلو ناروغانو، په بورسيو باندې تلونکو زده کړيالانو، ویزه لرونکو او دولتي کارمندانو ته اجرا کړي.

هېره دې نه وي چې په ټول هېواد کې اوس مهال د پاسپورټ امريتونو له لوري ټولو هېوادوالو ته اسانتياوې برابرې شوې دي.