شوکت خامرایف؛ افغانان زمونږ خپلوان دي، د امو سیند کې یې حق جوړېږي او موږ باید د هغوی د حقوقو درناوی وکړو.
د ازبکستان د اوبو سرچینو وزیر خامرایف شوکت راخیموویچ د دې هېواد رسنیواو د خپل وزارت د عامه شورا له غړو سره په خبرو کې ویلي چې د اختلافاتو د جوړولو اړتیا نشته او افغانستان د امو سیند له اوبو د ګټې اخیستنې حق لري. هغه ازبکستاني رسنیو ته ویلي چې اسلامي امارت ورته ډاډ ورکړی چې د دوی هره اندېښنه؛ چې د قوشتېپې کانال په اړه یې دوی ولري؛ ورته به یې ختمه کړي.
شوکت خامرایف د خپل وزارت د عامه شورا له غړو او خبریالانو سره په ناسته کې ویلي، چې باید د ښه ګاونډیتوب اړیکې وساتل شي او بېاساسه اوازې جدي ونه ګڼل شي. نوموړي ویلي:« دوی د د امو پرسیند د قوشتېپې کانال جوړوي. څه وکړو؟ وسلې واخلو او جګړې ته سره ووځو؟ نه ! موږ اړیکې ټینګوو، خبرې کوو او خپلوي پالو.»
خامرایف ویلي، چې په دې وروستیو کې دی څلور ځلې افغانستان ته تللی او هلته ورسره د کورنۍ غړو په څېر ورسره چلند شوی دی. مسولین وايي، چې د قوشتېپې کانال چارې به تر ۲۰۲۸م کاله پورې پای ته ورسېږي.