له دې وړاندې بریدګر لومړی یو سرتېری په ډزو ټپي کړی، وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلی او په کلیسا کې یې برید کړی.
ځايي پولیسو ویلي، چې یاد بریدګر د پولیسو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.
د دوی په خبره، ټپيان، چې د یوه حالت نازک ښودل شوی، روغتون ته لېږدول شوي. سربېره پر دې د سرتېري او یوه بل ټپي روغتیايي حالت د ډاډ وړ یاد شوی دی.