slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د پراختیایي پلان چمتو کولو په موخه لومړنۍ غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ ترسره کړې.

د خبرپاڼې له مخې په دغه غونډه کې د ښاروالۍ مرستیالانو، ریسانو او مسلکي کارپوهانو ګډون کړی و او د راتلونکي کال د پراختیایي پلان د موخو، لومړیتوبونو او عملي تګلارو په اړه هر اړخیز بحث وشو.

کابل ښاروال د پراختیایي پلان اهمیت ته په اشارې وویل، چې دا سند باید د ښاري پراختیا لپاره د ستراتیژیک لوري په توګه چمتو شي. نوموړي زیاته کړه؛ د ۱۴۰۵ کال پلان باید د متوازنې پراختیا، د اړتیاوو د واقعي ارزونې، مالي شفافیت او د ښار د زیربنايي اړتیاوو پر بنسټ طرحه شي.

د ښاروال په وینا، د راتلونکي کال په پلان کې به د اصلي او فرعي سړکونو جوړول، د پلونو، کانالونو، پلچکونو، پلیولارو، پارکونو او زرغونو ساحو جوړول، د څراغونو نصبول، د ښاروالۍ اړینو ماشینریو او تجهیزاتو پېرود او ترمیم، او د نوو پروژو ډیزاین شامل وي.

د غونډې ګډونوالو هم د پروژو د لومړیتوبونو ټاکلو، د بودیجې  اټکل او د پلان جوړونې بهیر د اغېزمنتیا په اړه خپلې طرحې او وړاندیزونه وړاندې کړل.

هېره دې نه وي چې د کابل ښاروال د تخنیکي معیارونو رعایت، د پرېکړو شفافیت او د پلان چمتووالي په چټکتیا ټینګار وکړ. همدارنګه، په غونډه کې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د یو شمېر ناحیو پلانونه نهايي شول، او ټاکل شوې چې د پاتې ناحیو پلانونه په راتلونکو غونډو کې وڅېړل شي.