د کولمبیا په شمال لوېدیځ کې د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي دي
د کولمبیا د انتیوکیا ولایت سیمهییز چارواکي وايي، چې د دغه هېواد په شمال لوېدیځه برخه کې د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
رویټرز د انتیوکیا والي اندریس جولیان په حواله راپور ورکړی، چې د نورو کسانو د ژغورنې او لټون عملیات روان دي.
د پېښې نور جزییات تر اوسه نهدي خپاره شوي. چارواکي وايي، هڅه کوي نور کسان هم ژغوري.