د پکتیا امنیتي مسولینو پولیس راډیو ته ویلي چې د دې ولایت امنیـتي ځواکونو ١٢ تنه د بېلا بـېلو جرمونو په تور نیولي.
د پکتـيا امنیې قومندانۍ اړوند د جانخيلو ولسـوالۍ جنایي جرمونو پر وړاندې د مدیریت منسوبيـنو له خوا د یوه کشفي راپور له مخې د یادې ولسـوالۍ په مربوطاتو کې درې تنه غله له دوه دانې غلا کړو غواګانو سره یو ځای لاس په لاس نـیولي.
همدراز په احمدخـيلو ولسـوالۍ کې پنځه تنه د شـپې پرمهال د دوه میله ناقانونه اسلحو د ګرځولو په تړاو نیول شوي. د نیول شویو کسانو دوسـیي به تر لومړنیو تحقیـقاتو وروسـته، عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.