slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د مشواڼي قوم له مشرانو او سپین ږیرو سره وکتل.د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د مشواڼي قوم مشرانو او سپین ږیرو، خپلې ستونزې او وړاندیزونه د دغه وزارت له سرپرست سره شریک کړي او د رسېدنې غوښتنه یې کړې ده.د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم په خپلو خبرو کې، د امنیت په برخه کې د مشرانو رول مهم بللی او د ستونزو د حل په برخه کې یې د شته امکاناتو په حدودو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.