ولسمشر پوتین د روسیې او قزاقستان ستراتیژیک تړون تر سیوري لاندې د افغانستان د مثبت نقش په اړه تازه ټینګار کړی.
کرملین کې د روسیې او قزاقستان ولسمشرانو ترمنځ د هراړخیزې ستراتیژیکې همکارۍ پراخ سند د رسمي مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شو؛ هغه سند چې د دواړو هېوادونو د ژورې اړیکې د نوي پړاو نښه بلل کېږي.
د یاد تړون لاسلیک د سیمهییزو همکاریو پراخېدو لپاره یو مهم ګام بلل شوی او د اقتصاد، سیاست، امنیت او پرمختیايي پروژو پر همغږۍ ټینګار کوي. د دغو بحثونو په ترڅ کې افغانستان د منځنۍ آسیا د ثبات، نښلېدنې او اقتصادي راتلونکي په معادله کې د «نه بېلېدونکي عنصر» په توګه یاد شوی دی.
د مراسمو پر مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څرګنده کړه چې هېواد یې د هر هغه ګډ اقدام ملاتړی دی چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت د ښه کېدو لامل شي. پوتین د الماتا په ښار کې د دوامدارې پراختیا سیمهییز مرکز د پرانیستلو ستاینه هم وکړه او دا یې د پراخو همکاریو لپاره یو رغنده ګام وباله.
قزاقستاني مشر قاسم جومارت توقایف بیا د خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې هېواد به یې د بشري مرستو، تعلیمي برنامو، سوداګرۍ پراختیا او د خوړو د خوندیتوب نوښتونو له لارې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
سیاسي شنونکي باور لري چې د مسکو اوسني دریځ د افغانستان په اړه نوی واقعیت منعکسوي. روسیه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړې ده، د روان کال په جریان کې لومړنی لوی هېواد شو چې اسلامي امارت یې د افغانستان د رسمي نظام په توګه په رسمیت وپېژانده.
له دې اعلان وروسته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د مسکو د بلنې پر اساس د «مسکو فارمټ» ناستې ته لاړ او پر اقتصادي محور پالیسۍ، سیمهییزو همکاریو او د متقابل درناوي پر بنسټ د افغانستان د بهرنیو اړیکو پر لیدلوري یې ټینګار وکړ.
د روسیې او قزاقستان تر منځ دا نوی ستراتیژیک تړون داسې مهال ترسره کېږي چې د سیمې هېوادونه د متقابل باور، اقتصادي ګډو پروژو او د افغانستان د نقش د بیا تعریف په لور پر تګ دي.


