هلمند کې د انساني قاچاق هڅه ناکامه شوه
د هلمند ولایت د دېشو ولسوالۍ امنیتي ځواکونو یو ټویوټا موټر نیولی، چې غوښتل یې هېوادوال په غیرقانوني ډول ایران ته قاچاق کړي.
یاد موټر د دېشو ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د کشفي راپورونو پر اساس ونیول شو، چې پکې ۲۱ تنه هېوادوال سپاره وو مسوولین وایي، نیول شوي کسان به تر لازمې پلټنې وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.