د ازبکستان په کوربه توپ د موی تای په نړۍوالو سیالیو کې لس مډالونه وګټل.
افغان ورزشکارانو د د ازبکستان په کوربتوب د موی تای ۲۰۲۵ نړۍوالو سياليو کې دوه د سرو زرو، څلور د سپينو زرو او څلور د برنزو مډالونه وګټل.
له يادو مډالونو څخه علی ابراهيمي او احسان الله رضايي د سرو زرو، علي باسط محمدي، امين الله غلجايي، احمد راشد محمدي او مالک نورزي د سپينو زرو او مصطفی رضايي، ياسين بیجندي، علی براتي او علی خاوري د برنزو مډالونه وګټل.
دغه سيالۍ د ازبکستان په کوربهتوب په پلازمېنه تاشکند ښار کې له شلو ډېرو هېوادونو په ګډون د روانې ميلادي مياشتې پر ۱۰ پيل شوې او نن(د نومبر ۱۶) پای ته ورسېدې، چې د افغانستان په استازولۍ پکې ۱۳ ورزشکارانو او ۴ پلاوو ګډون درلود.


