د هېواد د ورزش اداره؛ په کابل کې د فتحې څلورمې کلیزې په مناسبت ورزشي جشن وشو.
د زمري په ۲۴مه، د جمعې په ورځ د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري په کابل کې د اسلامي امارت د فتحې او بیا واکمنېدو څلورمه کلیزه د ورزشي نندارو او جشنونو له لارې ولمانځل شوه.
په دغه مراسمو کې د بېلابېلو ورزشي رشتو ورزشکارانو ګډون کړی و او د پارکور، جمناسټیک، ووشو او توري وهنې نندارې یې وړاندې کړې. دغه نندارې د ګډونوالو، د ورزش ادارې مسؤلینو او د اسلامي امارت د چارواکو له لوري وستایل شوې.
مراسم د ورزشکارانو په لښکرکشي (رژه) پیل شول او د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق ګډونوالو ته د وینا پر مهال د یادې ورځې مبارکي ورکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې دا ډول پروګرامونه د ملي یووالي او خوښۍ نښه ده.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت غړي مولوي عبدالحق حماد هم د فتحې ورځ د افغانستان لپاره له ویاړه ډکه او تاریخي وبلله او د بېلابېلو رشتو د ورزشکارانو ګډون یې د خوښۍ وړ وباله.
په مراسمو کې د ورزش ادارې مرستیالانو، د کابل امنیه قوماندان، د فدراسیونونو مسؤلینو، ورزشکارانو او عامو خلکو ګډون کړی و.
د دې مراسمو په پای کې د بېلابېلو ورزشونو ډلې د کابل ښار سړکونو ته ووتلې او د نندارو په ترسره کولو یې د ورځې نمانځنه د شور او ولولو سره پای ته ورسوله.