slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بادغیس ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مسئولینو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې درې تنه کسان ونیول.

د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان د ښار په څلورمه امنیتي حوزه پورې اړوند سیمو کې د غلاګانو، د نشه‌يي توکو د استعمال او د وطنوالو د ځورونې په تور د یوه میل تفنګچې، چړې او یو شمېر نورو توکو سره یو ځای نیول شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، د نیول شویو کسانو د دوسیو په تړاو پلټنې روانې دي، او له ابتدایي تحقیقاتو وروسته به یاد تورن کسان اړوندو قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

امنیتي ادارې له خلکو غوښتنه کوي چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او هر ډول مشکوک فعالیتونه دې ژر تر ژره له مسوولو ارګانونو سره شریک کړي.