د نورستان امنیه قوامندان د دې ولایت د امنيتي ځواکونو له امنیتي قطعې له نږدې لیدنه وکړه
د نورستان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال مولوي اختر محمد مزمل د امنیه قوماندانۍ اړوند د تعلیم و تربیې تعلیمي قطعې له نږدې لیدنه وکړه.
په دې مناسبت تعلیمي قطعه رسمگذشت ترسره کړ اوښاغلي مزمل د قطعې د سرتېرو فزیکي چمتووالی، انضباط، او تعلیمي حالت وڅېړه، د تعلیم او تربیې او د پولیسو حقوقو مسؤلینو له لوري ورته د روانو فعالیتونو مفصل راپور وړاندې شو.
ښاغلی مزمل د قطعې د نظم او چمتووالي ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د امنیتي ځواکونو د دیني، فکري او مسلکي روزنې بهیر باید لا پیاوړی او غښتلي شي.