slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار د څلرمې امنیتي حوزې په سلیم څلورلاري کې د احمدشاه په نوم یو ماشوم، چې څو ورځې مخکې له ښوونځي د راستنېدو پر مهال د انسان تښتونکو لخوا تښتول شوی و، د استخباراتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ازاد شو. دغه ماشوم د بلخ ولایت د والي، الحاج محمد یوسف وفا، په حضور کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

په دغو عملیاتو کې چې د استخباراتو ریاست، د بلخ ولایت امنیه قومنداني او نورو امنیتي ارګانونو په ګډه ترسره کړل، دوه تنه انسان تښتونکي ووژل شول او یو بل کس ونیول شو، چې تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دی. چارواکي د اختطافګرو پر ضد د امنیت ټینګولو ژمنه کوي.