slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جی‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د تخار په بهارک ولسوالۍ کې د کډوالو او بیرته راستنیدونکو لپاره د ښارګوټي توپوګرافي سروې ترسره کړه

د دغه ریاست رئیس، حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، دا سروې د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې پر ساحه شوې ده، چې د کډوالو د ښارګوټي د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده.

انجنیر لطیف زیاتوي، د دې توپوګرافیکې سروې موخه دا ده چې  تخنیکي معلوماتو راټولولو ته زمینه برابره شي، څو پر اساس یې د ښارګوټي تفصیلي پلان جوړ شي، او له مخې یې د بنسټیزو تأسیساتو، لکه سړکونو، اوبو، برېښنا، ښوونځیو، روغتونونو او نورو پراختیایي خدمتونو لپاره لازم اقدامات وشي.

ټاکل شوې ده چې د سروې پایلې به د کور او ښار جوړولو وزارت اړوندو ریاستونو سره شریکې شي، ترڅو د اړتیاوو مطابق یو منظم، عصري او د ژوند د اسانتیاوو لرونکی ښارګوټی د کډوالو لپاره جوړ شي.

دغه اقدام د اسلامي امارت له خوا د بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو کسانو د استوګنې د ستونزو د حل په موخه یو مهم ګام بلل شوی، چې له امله به زرګونه کورنۍ د سرپناه او اسانتیاوو له اساسي حقونو برخمنې شي.