slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د نایجیریا د پوځ مشر جنرال تورید لګباجا د توندون‌بیري له کلي لیدنه وکړه او د هوایي برید له کبله یې بښنه وغوښته. په کادونا روغتون کې، چې د ټپیانو درملنه کیږي؛ هغه ژمنه وکړه، چې درملنه به یې په پام کې ونیول شي. کادونا له پلازمېنې ابوجا څخه ۱۶۳ کیلومتره لرې دی او د شمال لویدیځ او شمال مرکزي ایالتونو په منځ کې د وسله‌والو ډلو لخوا د تښتونې او وژنو سره مبارزه کوي، چې کله نا کله د امنیتي ځواکونو تر هوایي بریدونو لاندې نیول کیږي. د بېړنیو چارو مدیریت ادارې د مړو رسمي شمېر ۸۵ کسان او د ټپیانو هغه ۶۶ ښودل شوي. عیني شاهدانو ویلي، چې ډېر شمېر وژل شوي دي. د هغه ویاند اجوري نګاله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ټینوبو، چې د دوبۍ ۲۸ اقلیمي سرمشریزه کې ګډون لري؛ د یکشنبې د شپې پېښه یې خواشینوونکی هوایي بریو وګاڼه، چې ډېر خواشینوونکی، دردناکه او د نه زغم برید وباله. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ولسمشر د پېښې په اړه د بشپړې څېړنې لارښوونه کړې او د زغم غوښتنه کوي. زیانمن موسی شهو ویلي، چې هغه دوه میرمنې له لاسه ورکړي. پداسې حال کې، چې کوچنۍ لور یې ټپي او په روغتون کې ده. یوه بل ژوندي پاتې شوي شیهو بالا ویلي، کلیوال، چې له څلورو کلیو څخه راغلي، د ځوابونو په لټه کې دي او وایي؛ مونږ ۹۷ جسدونه شمېرلي، چې ډېري یې ښځې او ماشومان دي.