slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په تېره اونۍ کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ټولنیزو، کورنیو او غیر شرعي کړنو د مخنیوي په برخه کې ګڼ مهم اقدامات ترسره کړي دي.

۱. له کورني تاوتریخوالي د مېرمنو ژغورنه:
یاد وزارت راپور ورکوي چې د میدان وردګ، غزني، کندهار، لوګر، نیمروز او بلخ ولایتونو محتسبینو د کورني تاوتریخوالي له امله له ستونزو سره مخ (۱۵) مېرمنې ژغورلي او خوندي چاپېریال ته انتقال کړې دي.

۲. د قومي دښمنیو هوارول:
د فراه، فاریاب، غزني، روزګان، بادغیس، بلخ، سمنګان، پروان، جوزجان او پنجشیر ولایتونو محتسبینو د ژبني او قومي تعصباتو د له منځه وړلو په موخه (۱۱) قومي دښمنۍ او خپلمنځي اختلافات له منځه وړي او اړوندې ډلې یې یووالي او دوستۍ ته را بللي دي.

۳. د خرافاتو او کوډګرۍ پر ضد اقدام:
په بلخ، سرپل، فاریاب، بادغیس او میدان وردګ ولایتونو کې (۵) تنه کوډګر د محتسبینو له لوري نیول شوي او د شرعي پرېکړې لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي. دغه ګام د یوې سالمې اسلامي ټولنې د رامنځته کولو په موخه پورته شوی.

۴. د اجباري نکاح مخنیوی:
همداراز، د فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو محتسبینو (۵) مېرمنې له اجباري نکاح څخه ژغورلي او د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره د نافذ قانون له مخې، هغوی ته د خپلو مشروع حقونو ترلاسه کولو زمینه برابره شوې ده.