د بلخ امنیه قومندانۍ له لوري د موټرو د تورو ښیښو پر ضد کمپاین دوام لري.
د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ د دایاکو مدیریت په همکارۍ د تورو ښیښو لرونکو وسایطو پر ضد جدي او هدفمند کمپاین پیل کړی، چې لا هم روان دی.
یاد کمپاین د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) د حکم په اساس، د ښاري نظم، امنیتي وضاحت، او د قانوني اصولو د تطبیق په موخه ترسره کېږي.
د امنیه قومندانۍ مسؤلین ټینګار کوي چې هېڅ موټر به له تورو ښیښو سره په ښار او لویو لارو کې نه پرېښودل کېږي، او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
دغه کمپاین نه یوازې د مزارشریف ښار دننه، بلکې د مزارشریف پر لویه لاره هم پراخ شوی، او وسایط له نږدې څارل کېږي.
هېوادوال هم د دغه اقدام ملاتړ کوي، او وایي چې تورې ښیښې د امنیت له پلوه ستونزې پېدا کوي او د ښاري ښکلا خلاف عمل دی.
د بلخ امنیه قومنداني له ټولو ښاریانو او موټر چلوونکو څخه غوښتنه کوي چې د قانون مراعات وکړي، خپل وسایط له تورو ښیښو پاک وساتي، او د ښار د نظم او امنیت په ټینګښت کې مسؤلانه همکاري وکړي.