slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وايي، د ښاري نظم د ټینګښت، د جرمونو مخنیوي او د قانون د پلي کېدو په موخه یې د تورو ښیښو لرونکو وسایطو پر ضد خپل کمپاین ته دوام ورکړی دی.

د دغه کمپاین چارې د امنیه قوماندانۍ د ډایاګ (DIAG) معاونیت له خوا پرمخ وړل کېږي. په وروستي پړاو کې یې پر هغو وسایطو تمرکز شوی، چې غیرقانوني تورې ښیښې یې لرلې او د امنیتي پېښو د پټ ساتلو احتمال یې رامنځته کاوه.

د چارواکو په وینا، د عملیاتو پر مهال د ۱۸ وسایطو تورې ښیښې پاکې شوې او د چلوونکو سره د قانوني تګلارې په اړه وضاحت شریک شوی.

امنیتي چارواکي له ټولو موټر چلوونکو، ترانسپورتي شرکتونو او مسافرینو غوښتنه کوي، چې د ښیښو له تورولو او ورته غیرقانوني کړنو ډډه وکړي، خپل وسایط قانوني کړي، او د ښاري امن او نظم په ټینګښت کې له پولیسو سره همکاري وکړي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ټینګار کوي، چې د ښار د امنیت، د خلکو د آرامۍ او د شکمنو فعالیتونو د کنټرول لپاره دا ډول کمپاینونه به دوام ولري، څو ټولنه له جرمي پېښو خوندي وساتل شي.