پوهنې وزارت؛ تير يوه کال کې مو د ميليونونو افغانيو په ارزښت نېږدې زر تدريسي او اداري ودانۍ بيا رغولي.
د پوهنې وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې وزارت له لوري، په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې د ټول هېواد په کچه د ۴۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۹۵۴ تدریسي او اداري ودانۍ رغېدلي دي.
دوي ويلي، چې له دې ډلې ۸۷۱ ودانۍ د پوهنې وزارت له عادي بودیجې او ۸۳ ودانۍ د پوهنې په برخه کې د همکارو ادارو په مالي ملاتړ بیا رغول شوې دي.