slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د لغمان ولایت مقام په خپله وروستۍ خبرپاڼه کې وايي چې د دې ولایت والي  شیخ شیر احمد حقاني د حوادثو ریاست له رییس قاري خیرمحمد غازي سره یوځای د ولایتي روغتون له هغه ټپیانو لیدنه کړې چې د تېرې شپې په زلزلو کې یې ځاني زیانونه لیدلي دي.

 په خبرپاڼه کې وړاندې راځي چې والي د ټپیانو د احوال پوښتنې ترڅنګ له دوی سره  نغدي مرسته هم کړې. نوموړي د روغتون له مسؤلینو او ډاکټرانو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د ټپیانو درملنه دې په بیړه وشي، څو د هغوی ژوند خوندي پاتې شي او مناسبه پاملرنه ورته وشي.

د لغمان ولایتي روغتون مسؤلینو والي ته ډاډ ورکړی چې دوی به د ټپیانو د درملنې لپاره شپه او ورځ کار کوي او د ولسونو په خدمت کې به پاتې کېږي.

د معلوماتو له مخې، د تېرې شپې زلزلې له امله شاوخوا ۵۷ تنه ټپیاند لغمان حوزوي روغتون کې بستر شوي دي چې ځینو یې برسېرن ټپونه لرل او ځینې نور یې په سخت ډول ژوبل شوي دي.