فاریاب کې ۵ معیاري کشمش خانې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي
د فاریاب د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلان وايي، چې د یاد ولایت په ۳ ولسوالیو، شیرین تګاب، خواجه سبزپوش او قیصار کې ۵ معیاري کشمش خانې د ناروې هېواد په مالي ملاتړ او د ډاکار ولایتي دفتر په مرسته د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي.
دوي ويلي د دغو ممیزو هرې خونې په ۳۳ متره مربع مساحت کې جوړې شوې او مناسبو شرایطو کې د انګورو د وچولو لوړ ظرفیت لري.