slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د راپورونو له مخې، په غزه کې د اسرائیلو په تازه هوايي او ځمکنيو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۶ فلسطینیان وژل شوي او ۳۶۷ نور ټپیان شوي دي.

د الجزیرې خبري شبکې د غزې د اوسېدونکو له قوله راپور ورکړ چې بریدونه بې‌وقفه روان دي او اسرائیل خپل ځمکني عملیات زیات کړي، چې زرګونه خلک یې د تېښتې اړ کړي دي. د ترکیې اناتولي خبري اژانس د غزې د عامې روغتیا مسؤلینو په حواله ویلي، ډېری قربانیان لا تر خاورو لاندې یا پر سړکونو پرته دي او د ژغورنې ډلې هغوی ته نه شي رسېدلی.

د راپورونو له مخې، د غزې په جګړه کې تر دې دمه نږدې ۶۵ زره فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۱۶۵۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې عربي – اسلامي هېوادونو د دوشنبې په ورځ په دوحه کې بېړنۍ سرمشریزه جوړه کړه، چې پکې د اسرائیلو د تېريو د بندېدو غوښتنه وشوه. په غونډه کې ټینګار وشو چې دوامداره سوله یوازې د اشغال د پای ته رسېدو او د فلسطینیانو د حقونو د تضمین له لارې ترلاسه کېدای شي، او په دې ترڅ کې بندیزونه او د ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو محدودیتونه هم د عملي اقدام وړ وبلل شول.