slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د فلسطین مسلې په تړاو وویل، تر هغه چې د فلسطینیانو برخلیک ټاکلو حق نه وي تضمین شوی او د اسراییلي رژیم له‌خوا د فلسطینیانو پر ضد روان ظلم او جنایتونه نه وي درول شوي، په سیمه کې به نه امنیت وي، نه سوله او نه ثبات.

نوموړي وویل، د دوو دولتونو طرحه چې کلونه تکرارېږي ناکامه ده او د اسراییلي رژیم شتون خپله د دې حل‌لارې ستر خنډ دی.

ده ټینګار وکړ، کله چې د فلسطین له دولت سره د حل خبرې کېږي، هدف باید یو با اختیاره، مشروع، سرحد لرونکی او د حاکمیت خاوند دولت وي، نه یو داسې جوړښت چې د ښاروالۍ تر کچې محدود وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، ایران له اتو لسیزو راهیسې پر دې باور دی چې د دوو دولتونو طرحه واقعي حل نه دی. د ۱۹۴۸ کال د فلسطین د وېش پرېکړه‌لیک پر مهال هم د ایران استازي مخالف رایه ورکړې وه او ویلي یې و، دا پرېکړه د اور لاندې خاورې اچول دي.

ایران د فلسطین د عادلانه حل یوازینۍ واقعي او عملي لار د یوه ټولګډونه ټولپوښتنې ترسره کول ګڼي، چې پکې ټول اصلي اوسېدونکي یهودان، مسیحیان او مسلمانان برخه ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سوېلي افریقا تجربه یاده کړه او ویې ویل، د هغه هېواد د اپارتاید رژیم د خلکو د مقاومت له لارې له منځه لاړ او د ټولو قومونو لپاره یو ګډ ډېموکراټیک دولت جوړ شو.

ده ټینګار وکړ: «همدغه الګو باید په فلسطین کې هم پلي شي، څو عدالت تامین شي.»

د نوموړي په وینا، تر هغو چې د فلسطین ستونزه په عادلانه توګه حل نه شي، د سیمې نورې ستونزې هم نه شي حلېدلی.