د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې په شپږو ولایتونو کې ۲۹یې تنه روږدي د درملنې په موخه راټول کړي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د یوه خبر له مخې د دې معینیت پولیسو لخوا د هېواد په پنځو ولایتونو پروان، بلخ، زابل، سمنګان، میدان وردګ او پنجشیر کې ۲۹ تنه روږدي، چې له ډلې يې ۲ تنه پروان، ۱۵ تنه بلخ، ۴ تنه زابل، ۴ تنه سمنګان، ۳ تنه میدان وردګ او ۱ تن پنجشیر کې راټول او د درملنې په موخه په یادو ولایتونو کې د غوښتنې د کموالي ریاست اړوند روغتیایي کمپونو ته ورپیژندل شوي دي.