پکتيا کې د عاشورا د مراسمو لپاره امنیتي تدابیر؛ د دې ولایت والي د اهل تشیع له مشرانو سره غونډه وکړه
د پکتيا والي الحاج ملا مهرالله حماد د عاشورا د ورځې د مراسمو د امنیت خوندي کولو په موخه، د اهل تشیع له قومي مشرانو او متنفذینو سره مشورتي غونډه وکړه. دا غونډه چې د والي په کاري دفتر کې ترسره شوه، د پکتيا امنیه قوماندان، د علماوو شورا رئیس، د استخباراتو رئیس، او د امنیتي حوزې یو شمېر مسؤلین هم پکې حاضر وو.
دغه ناسته د دې لپاره جوړه شوې وه، چې د عاشورا په مناسبت د اهل تشیع مذهبي مراسم د اسلامي امارت د اصولو او پالیسۍ مطابق، په بشپړ امنیت او نظم کې ترسره شي. چارواکو ټینګار وکړ چې د هر ډول غیر قانوني کړنو مخنیوی به وشي.
په غونډه کې د پکتيا د علماوو شورا رئیس شيخ القران والحديث صالح محمد فقير د اسلامي نظام پر اهمیت، اطاعت، او د ولسونو له خوا له نظام سره د همکارۍ ارزښت باندې هر اړخیزه وینا وکړه.
پکتيا والي الحاج ملا مهرالله حماد وویل: "د اسلامي امارت اصولو پلي کول زموږ مسؤلیت دی، او هیچاته اجازه نه ورکوو چې عامه نظم ګډوډ کړي." هغه د اهل تشیع مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د امنیتي ارګانونو لخوا د مذهبي مراسمو لپاره بشپړ امنیتي پلان ترتیب شوی او امنیتي ځواکونه چمتو دي.
د پکتيا امنیه قوماندان الحاج مولوي محمد عمر مخلص هم وویل چې ټول لازم تدابیر نیول شوي، ترڅو مذهبي مراسم د امن په فضا کې ترسره شي او عامه نظم خوندي پاتې شي.
د اهل تشیع مشرانو خوښي وښوده چې د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې یې امنیت خوندي دی، او مذهبي مراسم په ډاډمن چاپېریال کې ترسره کوي. هغوی له ولایت مقام او اړوندو ادارو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د اصولو په رڼا کې به خپل مراسم ترسره کوي او له امنیتي ځواکونو سره به همکاري روانه ساتي.