د خوست د چاپېریالساتنې اداره؛ د هوا ککړتیا مخنیوي په موخه په دې ولایت کې مو د خښتو له بټیو لیدنه وکړه.
په خوست کې د هوا ککړتیا د مخنیوي په پار د دې ولایت د چاپېریالساتنې مشر د اسمعیلخېلو او مندوزیو ولسوالیو په مربوطاتو کې د خښتو له بټیو لیدنه کړې.
د خوست د چاپېریالساتنې مشر قاري شریف الله مهاجر په دې سیمه کې د بټیو له څښتنانو وغوښتل چې د هغو موادو له سوځولو دې ډډه وکړي، چې هوا ککړوي. د ښاغلي مهاجر په وینا د غیر معیاري موادو سوځول د دې ترڅنګه چې هوا ککړوي؛ په نږدې سیمو کې پر زراعتي سیمو هم منفي اغېز پرېباسي.
په دې لیدنه کې د خوست د چاپېریال ساتنې مشر له اړوندو خلکو وغوښتل، چې په خپلو بټیو کې دې د لوګیو پر وړاندې د هوا پاکوالي لپاره فیلټرې ولګوي. د یادولو وړ ده، چې په دې اړه له اړوندو مسولینو ژمنلیکونه هم واخیستل شول.