د کونړ او نورستان ولایتونو زلزله ځپلو سره د همکارۍ او احوال اخیستنې دوام
د کونړ امنیه قوماندان مولوي ضیاءالحق "حامد" د نورستان ولایت د امنیه قوماندان او د امنیتي امر په ملتیا د دیوه ګل درې د نوي جوړېدونکي کمپ سیمه وکتله، چې د زلزله ځپلو خلکو د اسانتیاوو لپاره جوړیږي.
په دې لیدنه کې دواړو قوماندانانو د سیمې مسوولینو، قومي مشرانو او اغېزمنو کورنیو سره خبرې وکړې، د هغوی ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د اسلامي امارت رهبري د متضررو کورنیو ترڅنګ ولاړ دی. د عاجلو مرستو ترڅنګ به د دوامداره اسانتیاوو برابرولو هڅې هم وکېږي.
همداراز، د کمپ د کارونو د چټکتیا او کیفیت په اړه اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې ورکړل شوې، څو زلزله ځپلي هېوادوال ژر تر ژره د سرپنا، څښاک او خوړو له اسانتیاوو برخمن شي.
ښاغلي حامد همداراز د امنیت ټینګښت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې ټول امنیتي ځواکونه د ولسونو د خدمت، ژغورنې او مرستې لپاره چمتو دي.