هرات کې د وسلهوالو غلو یوه درېکسیزه ډله ونیول شوه
د هرات ولایت امنیتي ځواکونو د انجیل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کشفي عملیاتو پر مهال د وسلهوالو غلو یوه درېکسیزه ډله نیولې ده.
د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، یاده ډله د ولسوالۍ له خلکو څخه د موبایلونو او موټرسایکلونو په غلا کولو کې لاس درلود.
له نیول شویو کسانو څخه یوه میل تفنګچه او یو غلا شوی موټرسایکل هم ترلاسه شوی دی.
مسؤلین وايي، نیول شوي کسان دا مهال د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې دي او د قانوني څېړنو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.