slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند محتسبینو د میدان وردګ، غزني، زابل او خوست ولایتونو کې اووه مېرمنې، چې له خپلو شرعي حقونو بې برخې او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وې، وژغورلې.

د وزارت د محتسبینو د څرګندونو له مخې، یادې مېرمنې د اوږدې مودې لپاره د ناسم غیرت، ناوړه دودونو او کورني تاوتریخوالي ښکار وې. دوی وایي، دغه مېرمنې د شرعي اصولو پر بنسټ بېرته خپلو حقونو ته رسول شوې.

د امر بالمعروف وزارت محتسبین ډاډ څرګندوي چې د مېرمنو له شرعي حقونو څخه به په پوره مسؤلیت دفاع کوي، او هغه دودونه به له منځه وړي چې د ښځو پر حقوقو منفي اغېز کوي.

همداراز، د وزارت د معلوماتو له مخې، محتسبینو تر دې وړاندې هم لسګونه مېرمنې د میراث، نفقې، ولور او خپلې خوښې نکاح په برخه کې له شرعي حقونو برخمنې کړې، او ګڼ شمېر یې له کورني تاوتریخوالي او جبري بندخونو خلاصې شوې دي.