پوتین له اوکراین سره مستقیمو خبرو ته زړه ښه کړی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې له لومړیو پړاوونو راهیسې په لومړي ځل د اوکرایین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره دوه اړخیزو خبرو ته د چمتووالي یادونه کړې ده.
پوتین د دوشنبې پر ورځ د روسیې له دولتي تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې روسیې "تل د سولې هر ډول نوښت ته په مثبت نظر کتلي. موږ هیله لرو چې د کیېف د رژیم استازي به هم ورته احساس ولري".
د کرېملین ویاند دیمیتري پېسکوف وايي، دا څرګندونې له اوکرایین سره پر ملکي اهدانو د بریدونو نهکولو په تړاو مستقیمو خبرو اترو کې ښکیلتیا ته لیوالتیا په ګوته کوي.
ښاغلي پېسکوف اېنټرفاکس خبري اژانس ته ویلي: "کله چې ولسمشر وویل ممکنه ده، چې پر ملکي اهدافو د نه برید په اړه بحث وشي - د دوه اړخېز [بحث] په ګډون - ولسمشر له اوکرایني لوري سره مذاکرات او بحثونه په پام کې نیولي دي."