slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور آمریت له لورې څمکنیو ولسوالۍ کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر آمر وايي، چې دا نندارتون د کتاب مطالعه دود پیاوړتیا او ځوان نسل کتاب ته د هڅوونې په موخه جوړ شوی وو. هغه دغه راز زیاته کړه، چې دغه نندارتون کې زرګونه ټوکه د بېلابېلو برخو کتابونه نندارې ته کېښودل شوي وو.

هغه زياته کړه. "نن څمکنیو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر آمریت د عامه کتابتون اړوند د څمکنیو عامه کتابتون مدیریت لخوا د کتاب د مطالعې دود پیاوړتیا او ځوان نسل کتاب ته د تشویق کولو په موخه جوړ شوی وو، چې زرګونه ټوکه کتابونه په کم تخفیف سره نندارې ته کېښودل شوی وو."

عارف الله وطن یار د یاد نندارتون یو تن ګډونوال وايي، چې ننی نندارتون د مطالعې دود پیاوړتیا لپاره ډیر ګټور و او غوښتنه کوي چې په راتلوونکې کې دې ته ورته نور نندارتونونه دې هم جوړ شي او ځوانان دې کتاب مطالعې ته ځانګړی وخت ورکړي.

د څمکنیو ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی قاري سید بادشاه وايي څمکنیو کې د کتاب بازار ښه دی خو پیاوړتیا ته یې باید کار وشي او غوښتنه کوي چې کتاب ته لاسرسی اسانه او ارزانه شي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر آمریت مسؤل خلکو ته ډاډ ورکړی چې په یادې ولسوالۍ کې عامه کتابتون ته د یوې معیاري ودانۍ جوړولو لپاره هلې ځلې کوي.