slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

سیاسي تحلیلګر ډاکټر محمد زلمی افغانیار وايي چې د پاکستان پوځي اردو، پرته له نړیوال ملاتړه  په خپل ذات کې ظرفیت نه لري چې په افغانستان کې عملیات پیل کړي؛ هغه په دې اړه ویلي چې  د دغو بریدونو په برخه کې د پنجاب ملاتړ له بهره و. 

افغانیار  له افغانستان ملي ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې څرګنده کړې چې پاکستاني ځواکونو ته  بازار موندونکي شعارونه (مثلاً «د سیمې امنیت تضمین») ورکول شوي ول، خو په حقیقت کې د امریکا او انګلیس لوجستيکي، استخباراتي او د ستراتیژیکې ملاتړ تر سیوري لاندې عمل کړی دی.

هغه زیاته کړې: «د پنجابي پلار او نیکه د امریکا او انګلیس له ملاتړ پرته پر افغانستان د برید جرئت نه درلود او نه یې لري.»

دغه بحث داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سرحدونو کې د جګړې او هوايي بریدونو پېښې ډېرې شوې دي، او نړیوال سیاستوالو هم د اسلام‌اباد د رول پر موضوع اندېښنې ښودلې دي.